د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .
کابل کې چاودنه شوې
د افغانستان په پلازمینه کابل کې دوه جلا جلا چاودنې شوي .
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن د سهار په وختي ساعتونو کې د کابل په ۱۲ مه امنیتي حوزه کې په احمد شاه بابا مینه کې چاودنه وشوه .
چاودنه د مقناطیسي بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
دویمه چاودنه د سهار د ۸ بجو په شاوخوا کې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده .
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سهار په پلازمینه کابل کې په رامنځته شوو دوو جلا جلا چاودنو کې دوه تنه مړه او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ویلو ده چې تیره ورځ هم په کابل ۱۴ راکټي بریدونه شوي وو.
تیره ورځ په کابل پداسې حال کې ۱۴ راکټي بریدونه وشو چې په هیواد کې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د ۱۰۱ کلیزې نه لمانځنه کیده.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین ویلي دي چې د کابل د تیرې ورځې په راکټي بریدونو کې ۳ تنه مړه او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
په وژل شوو کسانو کې دوه تنه يي دولتي کارکوونکي دي.