افغانستان د انګلستان نه د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۱۰۱ کلیزه لمانځي.
افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۱۰۱ کلیزه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځنه کوي.
د افغانستان د خپلواکۍ موسس امیر شاه امان الله خان د ۱۹۱۹ میلادي کال زمري د میاشتې په ۲۸ مه نیټه انګلستان نه خپلواکي بیرته ترلاسه کړه او د هیواد خپلواکي يي اعلان کړه.
د ویلو ده چې نن ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې د خپلواکۍ د کلیزې نه د ځانګړو او شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځنې کیږي.
د خپلواکۍ د کلیزې لمانځنې په پلازمینه کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د ملي دفاع په وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلانو د ګیډۍ په ایښودو سره پیل شول. د ویلو ده چې د ملي دفاع په وزارت کې د خپلواکۍ د کلیزې د لمانځنې په موخه په جوړ شوو مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غني نه سربیره د ولسمشر مرستیالانو، د ملي مصالحې د شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات، د مجلسینو رئیسانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړیو، د کابینې وزیرانو او یو زیات شمیر دولتي او مخورو څیرو ګډون کړی وو.
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې چیرته چې امیر امان الله خان مقبره شتون لري هم دا ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي. د هیواد په شمال کې په مزار شریف کې چې ټول ښار د افغانستان په درې رنګ سور، تور او زغورن بیرقانو سینګار شوی دی د خپلواکۍ د کلیزې نه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځنې کیږي.
په زرګونو تنه وګړي لارو او سړکانو ته راوتلي دي او د هیواد بیرغونه رپوي. ژوندی دې وي افغانستان شعارونه ورکوي.
همداشان د هیواد په ګوټ ګوټ کې دا ورځ د ملي اټنونو، ملي نڅاګانو او خوښیو سره لمانځل کیږي.
د بله پلوه نن د سهار په ساعتونو کې په پلازمینه کابل ۱۴ راکټي بریدونو نه خبر ورکړ شو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې نن د سهار د ۹ نیمو بجو په شاوخوا کې د ګړندیو موټرو نه د کابل په یو زیات شمیر سیمو راکټي بریدونه وشو.
ددې بریدونو په نتیجه کې د ۴ تنو ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون د لسو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی. طالبانو هم دا بریدونه رد کړي دي.