د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .
کابل کې چاودنه شوې
1473638
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د دولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ارزان قیمت په سیمه کې د سړک د غاړې چاودنه شوې.
د کابل پولیسو ویلي دي چې چاودنه د ارزان قیمت د سلیم کاروان د ښارګوټي په سیمه کې رامنځته شوې ده .
پدې چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه ټپيان شوي دي.
ویل کیږي چاودنه په سړ کې د ځای په ځای شوي ماین د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودنه د ملي اردو اړوند په یو موټر شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې د پيښې په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.