په جلال آباد کې په محبس د ډله ایز برید په نتیجه کې څه باندې ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې په مرکزي محبس د داعش ترهګرې ډلې ډله ایز برید نه وروسته حالات قابو شوي دي.
د ویلو ده چې د تیرې یکشبنې د اګست دویمه د اختر په دریمه ورځ د ماښام د ۷ بجو په شاوخوا کې د ننګرهار ولایت په مرکزي محبس ډله ایز برید وشو.
لومړی د محبس په دروازه کې د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو او وروسته برید کوونکي ځینې محبس ته ننوتل او ځینو نورو د محبس په شاوخوا کې په ملکي کورونو او یوې پلازه کې پټ او پر محبس او امنیتي ځواکونو يي بریدونه پيل کړل.
د برید نه وروسته وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل او د برید کوونکو سره په نښته ښکیل شول. د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښتې یو شپه او یو ورځ دوام وکړ. د افغان ځواکونو لخوا تیره ورځ د مازیګر په ساعتونو کې د ۱۱ تنو ټولو برید کوونکو په وژلو سره برید او جګړه پایته ورسیده.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند وویل چې پدې برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي وو چې ۱۰۲۵ تنه زندانیان چې د برید پر مهال يي د زندان نه د تیښتې هڅه کړې وې د امنیتي ځواکونو لخوا بیرته نیول شوي دي.
د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.
د ویلو ده چې په جلال آباد کې پر محبس د برید په هممهاله توګه د بهسودو ولسوالۍ د لسمې ویالې د یو کور نه پر هوايي ډګر او ځینو نورو هدفونو راکټي بریدونه پيل شول. امنیتي ځواکونو سمدلاسه نوموړی کور محاصره کړ او د برید کوونکو د لمنځه وړو په خاطر يي عملیات پیل کړل.
امنیتي ځواکونو د ټولو بریدګرو په وژلو سره نښته هم پایته ورسیده او په کور کې يي یو زیات شمیر سپکې او درندې وسلې ونیولې .