د ننګرهار په محبس ډله ایز برید شوی

په جلال آباد کې په مرکزي‌ محبس ځانمرګی برید شوی

1466038
د ننګرهار په محبس ډله ایز برید شوی

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکزي‌ محبس تیر ماښام  ډله ایز برید شوی چې نښته اوس هم دوام لري.

د ننګرهار ولایت د والي‌ ویاند عطاالله خوږیاڼي‌ خبري رسنیو ته ویلي‌ دي چې تیر ماښام پيل شوې نښته اوس هم دوام لري. امنیتي‌ ځواکونو تر اوسه پورې درې تنه برید کوونکي‌ له منځه وړي او پاتې برید کوونکي‌ د امنیتي ځواکونو سره اوس هم په نښته کې ښکیل دي.

هغه ویلي دي‌ چې تر اوسه پورې پدې برید کې ۲۳ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپيان شوي‌ دي  چې په مړو کې ماشومان، امنیتي‌ منسوبین او زندانیان هم شتون لري‌ .

د ویلو ده چې  پرون د اګست دویمه د ماښام په ۷ بجو په شاوخوا کې  په  ننګرهار ولایت کې په مرکزي محبس ځانمرګی برید شوی دی.

برید کوونکو لومړی د محبس په دروازه کې د موټر پر مټ ځانمرګی برید وکړ او نور بیا محبس ته ننوتل.

د برید نه وروسته نښته پیل شوه .

ویل کیږي‌ د ننګرهار په مرکزي‌ محبس کې نږدې ۱۵۰۰ تنه زندانیان شتون لري.

ځینو سرچینو ویلي‌ دي چې په محبس د برید پر مهال په سلګونو تنه زندانیان په تیښته بریالي‌ شوي وو خو زیاته برخه يي بیرته د امنیتي‌ ځواکونو لخوا نیول شوي‌ دي.


پيوندونه: #برید , #محبس , #ننګرهار

اړوند خبرونه