ملګروملتونو د امنیت شورا : القاعده اوس هم په افغانستان کې پراخه فعالیت لري
د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې ویلي دي چې د القاعدې ترهګره شبکه اوس هم د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې مخفي او پټ فعالیتونه لري.
همداشان یادې شوې څارونکې ډلې ویلي دي چې د القاعدې ترهګرې ډلې مشرتابه هم په افغانستان کې پټ دی.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د تحریمونو د څار ډلې دا خبره په یو راپور کړې ده.
ددې راپور په یوه برخه کې راغلي دي چې د القاعدې ترهګرې شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې پټ دی او پدې هیواد کې د القاعدې د جنګیالیو شمیره د ۴۰۰ نه تر ۶۰۰ تنو پورې رسیږي.
همداشان پدې راپور کې په افغانستان کې د پاکستاني جنګیالیو شمیره هم اعلان شوې ده.
په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې اوسمهال د ۶۰۰۰ نه تر ۶۵۰۰ تنو پورې پاکستاني ترهګر شتون لري او ډیری د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرې ډلې غړي دي.
په راپور کې راغلي دي چې نوموړو ترهګرو د افغانستان امنیت د ستر ګواښ سره مخامخ کړی دی.
پدې راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې القاعدې ترهګرې شکبې د حقاني شبکې سره اړیکي اوس هم برقرارې دي د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې د القاعدې ترهګرې شبکې مشر د حقاني د شبکې د مشرانو نه د یحیی حقاني سره لیدنه کړې ده.
همداشان القاعدې ډیری وخت خپل فعالیتونه د طالبانو ترچت لاندې ترسره کوي.