د هلمند ولایت د امنیې پر قومندانۍ برید شوی
د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ په مخکې چاودنه شوې
1457708
د افغانستان په سویل کې په هلمند ولایت کې امنیې پر قومندانۍ برید شوی دی.
د افغانستان د شمشاد تلویزیون د خبر له مخې چاودنه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د امنیې قومندانۍ په لومړي قره ول کې شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې ۳ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند هم د پيښې پخلی کړی او ویلي دي چې پدې چاودنه کې یواځې دوه تنه پولیس ټپيان شوي دي.