د پاکستان او افغانستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه نښته شوې
د افغانستان او پاکستان ترمنځه د ډیورنډ په کرښه کې د نښتې له امله لږ تر لږه ۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د کونړ ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمم خبري رسنیو ته ویلي دي چې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت د سرکاڼو په ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي چې په نتیجه کې ۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دی. افغان ځواکونو لخوا پر پاکستاني ځواکونو ځوابي بریدونه کړي چې په نتیجه کې نښته پيل شوې ده .
د ویلو ده چې د افغان ځواکونو په بریدونو کې پاکستان لوري ته د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د بله پلوه د افغانستان د بلخ ولایت د دولت آباد په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا پر امنیتي ځواکونو لخوا د برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۵ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالب اورپکو د دولت آباد ولسوالۍ په مرکز کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی .
په برید کې ۵ تنه امنیتي سرتیري مړه او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي . همداشان سیمې ته د تازه دمو سرتیرو د رسیدو سره طالبانو برید په شا تنبول شوی دی.