عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي‌ ډول ورکړل شوه.

عبدالرشید دوستم په رسمي توګه مارشال شو

1455553
عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي‌ ډول ورکړل شوه.

 

نن چارشنبه د جولای ۱۵ مه د افغانستان د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې  عبدالرشید دوستم ته په رسمي‌ ډول د مارشالۍ رتبې د ورکولو په خاطر ځانګړي مراسم جوړ شوي‌ وو.

پدې مراسمو کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د عبدالله عبدالله مرستیالانو، د شمالي ولایتونو یو زیات شمیر مخورو ، د ولسمشر اشرف غني‌ د دفتر رئیس شاکر کارګر، یو زیات شمیر افغان چارواکیو ، سیاستوالو  او د شاهین قول اردو پوځیانو او په سلګونو تنو هیوادوالو او د جنبش ګوند غړیو ګډون کړی وو.

د ولسمشرمحمد اشرف غني د دفتر رئیس شاکر کارګر پدې مراسمو کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د رتبې د ورکولو اړوند د ولسمشر محمد اشرف غني‌ فرمان ولوست.

په فرمان کې راغلي‌ وو چې " د هیواد سیاسي‌ او مخور شخصیت عبدالرشید دوستم ته په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په لاره کې د ترسره کړو خدماتو له امله د مارشالۍ رتبه اعطا کوم."

د ویلو ده چې د افغانستان د ولسمشر پخواني‌ لومړي‌ مرستیال او د اسلامي‌ جنبش د ګوند بڼسټګر عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه د ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا په اوږه ټک وهل شوه.

مارشال عبدالرشید دوستم د مارشالۍ د رتبې د ترلاسه کولو نه وروسته په خپله وینا کې د ډاکټر عبدالله عبدالله نه د ولسمشر محمد اشرف غني‌ سره په سیاسي هوکړه لیک کې دده لپاره د مارشالۍ د رتبې غوښتنې شاملولو له امله مننه وکړه.

مارشال عبدالرشید دوستم د سولې او بین الافغاني مذاکراتو نه په اړ هم خبرې وکړې.

هغه په ولسمشر غږ وکړ چې د بین الافغاني‌ مذاکراتو د پیلیدو په اړه د طالبانو وروستۍ بهانه ټول طالب زندانیان خوشې کړي.

همداشان هغه په طالبانو هم غږ وکړ چې که چیرې نورې بهاني‌ وکړي‌ ماتې سره به مخامخ شي.

هغه په افغان ولسمشر غږ وکړ چې د طالبانو د لمنځه وړو لپاره یواځې شپږ میاشتې وخت ته اړتیا لري. په شپږو میاشتو کې به پرته د بهرنیو ځواکونو د هوايي بمباریو او مرستې به طالبانو ته ماتې ورکړي.

هغه وویل دا وخت دې ورته ورکړ شي‌ چې دا طالبانو په مقابل کې په مبارزه کې دا په اثبات ورسوي‌ چې د مارشالۍ د رتبې وړ دی او که نه.

همداشان هغه  د ډاکټر عبدالله نه دده لپاره د ولسمشر غني‌ نه په سیاسي‌ هوکړه لیک کې د مارشالۍ د رتبې د غوښتنو ته د ځای ورکولو او ولسمشر غني‌ نه دده د مارشالۍ د رتبې د غوښتنې د منلو له امله مننه وکړه.

هغه په ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني‌ غږ وکړ چې هیواد د ډیر حساس پړاو نه تیریږي. پدې حساس وخت کې هیواد تر هر وخته ډیر سیاسي‌ یووالي‌ ته اړتیا لري. خپل منځني‌ اختلافات پایته ورسولۍ او یووالی ټنیګ کړۍ.


پيوندونه: #مارشالي , #دوستم

اړوند خبرونه