کابل کې چاودنه شوې
په کابل کې د ملي دفاع د وزارت په یو جګپوړي چارواکي چاودنه شوې ده
1453241
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ملي دفاع د وزارت په تن جګپوړي چارواکي چاودنه وشوه.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن سهار د پلازمینې کابل د زړو مکروریانو په سیمه کې د ملي دفاع وزارت د حقوقو او جنايي تحقیقاتو د رئیس پر موټر چاودنه وشوه چې په نتیجه کې هغه ټپي شوی دی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې د رئیس د موټر چلوونکی هم ټپي شوی دی چې د دواړو روغتیايی حالت ښه دی.
ویل کیږي چاودنه د مقناطیسي بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
د افغانستان د دفاع وزارت ددې پيښې په اړه څه ندي ویلي. همداشان د برید مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.