په پکتیا کې ګن شمیر طالبان وژل شوي‌ دي

د افغانستان د پکتیا په ولایت کې ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل شو.

1451826
په پکتیا کې ګن شمیر طالبان وژل شوي‌ دي

 

په پکتیا ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځه په نښته کې لس تنه طالبان وژل شوي‌ دي. پدې نښته کې د طالبانو ډلمشر هم وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نښته هله پیل شوه چې یوې ډلې طالبانو د ځاځي‌ اریوب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په امنیتي‌ پوستو بریدونه پيل کړل.

نښته نن د سهار د ۵ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.

د پکتیا ولایت د امنیتي مقاماتو په وینا پدې نښته کې د برید کوونکو طالبانو ډلمشر اباسین هم وژل شوی دی او ۷ تنه  نور ټپیان شوي‌ دي.

همداشان د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته شوې ده چې په نتیجه کې دوه تنه طالب اورپکي‌ وژل شوي‌ دي. په وژل شوو طالبانو کې یو تن د پاکستان وکړی دی او دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پدې نښتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې ده خو طالبانو بیا ویلي دي چې په ځاځي‌ اریوب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده .



اړوند خبرونه