په ننګرهار کې چاودنه شوې
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ترڅنګ چاودنه شوې
1451998
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه شوې.
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ترڅنګ شوې ده.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن پنجشنبه د جولای نهمه د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ترڅنګ چاودنه شوې.
هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي او یو تن پوځي ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.