په هرات کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې

د افغانستان. هرات په ولایت کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې

1449218
په هرات کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې

د افغانستان د هرات په ولایت کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه وشوه.

د هرات ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه  د احمد آباد په سیمه کې شوې ده .

هغه ویلي دي چې د احمد آباد په سیمه کې  د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه. په چاودنه کې درې تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه