عبدالرشید دوستم په رسمي توګه مارشال شو
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه منظور کړه.
1447994
ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ د یو ځانګړي فرمان په صادرولو سره ستر جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه منظور کړه.
د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا په خپور شوي فرمان کې راغلي دي چې د هیواد د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۹ فقرې په حکم د هیواد ملي شخصیت عبدالرشید دوستم ته په هیواد کې د سیاسي ستونزو د حل او ثبات د ټینګښت په لاره کې د ترسره کړو زحماتو په پاس د مارشالۍ رتبه ورکوي.
د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ملي مصالحې د شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د قدرت د ویش په اړه د لاسلیک کړي تړون او جوړجاړي په چوکاټ کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکول منلي وو.