په هلمند کې په یو سیمه ایز بازار کې د میلې پر مهال چاودنې قتل عام رامنځته کړی
د افغانستان په سویل کې په هلمند ولایت کې په یو سیمه ایز بازار د میلې پر مهال چاودنه شوې
پیښه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .
نن دوشنبه د چنګاښ نهمه نیټه د غرمې نه مخکې د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې په یو سیمه ایز بازار د میلې پر مهال چاودنه وشوه.
د لومړنیو شمیرو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۲۵ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی او نږدې ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت سرپرست والي مجاهدالله صفاري خبري رسنیو ته وویل چې نن دوشنبه د سهار په ۹ بجو او ۱۵ دقیقو په سنګین ولسوالۍ کې په یو سیمه ایز بازار کې د درنده چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۲۵ تنه ملکي وګړي مړه او ۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه ویلي دي چې د ټپیانو نه هم د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی او کیدای شي چې د مړو شمیره تغیر ومومي.
د ویلو ده چې نن سهار ددې پیښې نه وروسته لومړی ویل شوي وو چې دا پيښه د یو راکټي برید په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
خو وروسته معلومه شوه چې دا پيښه د یوې چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .