د افغانستان په پلازمينه کابل کې چاودنه وشوه
کابل کې چاودنه شوې
1436610
د افغانستان په پلازمينه کابل کې چاودنه وشوه.
د کابل نه د ترلاسه شوي خبر له چاودنه د هوايي ډګر په جاده کې شوې ده.
د کابل پوليسو د چاودنې پخلی کړی او ويلي دي چې نن سې شنبه د غرګولي ۲۷ مه د سهار د ۶ بجو او ۴۰ دقيقو په شاوخوا کې د کابل د پوليسو د لسمې حوزې په مربوطاتو کې د هوايي ډګر په جاده کې په يو موټر چاودنه وشوه.
پوليسو په وينا چاودنه د مقناطيسي بم له امله شوې ده.
پوليسو ويلي دي چې له نيکه مرغه پدې چاودنه کې چاته ځاني تلفات ندي اوښتي.