په کابل کې د جومات ترڅنګ چاودنه شوې
د کابل په لویدیځ کې د مشهور جامع جومات ترڅنګ د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې
1434618
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د کارته چار په سیمه کې د شیرشاه سوري جامع جومات ترڅنګ چاودنه شوې.
ویل کیږي چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چاودنې پخلی کړی دی او ویلي دي چې د کابل په لویدیځ کې د شیرشاه سوري جامع جومات ترڅنګ چاودنه شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې ددې پیښې یو مړ او ۶ ټپیان روغتونونو ته راانتقال شوي دي.