کابل کې چاودنه شوې
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.
1433725
نن پنجششنبه د غبرګولي ۲۲ د سهار په ساعتونو کې د کابل د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یو موټر چاودنه وشوه.
د کابل پولیسو په وینا چاودنه په یو ملکي موټر د مقناطیسي بم له امله شوې ده.
په چاودنه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.