د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دوو چاودنو مخنیوی وشو.

په کابل کې د غبرګو چاودنو مخنیوی وشو

1433005
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دوو چاودنو مخنیوی وشو.

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نن چار شنبه د غبرګولي ۲۱ مه د سهار په ساعتونو کې د کابل د پنځمې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې دوه ترهګریزو چاودنو مخینوی وشو.

د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې دا بمونه د ګډو ځواکونو د قومندانۍ د منسبوبینو لخوا کشف او شنډ شوي‌ دي.

د بمونو نه یو د قمبر په څلور لارې کې او بل بیا د فاضل بیګ په سیمه کې کشف شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ د قمبر په څلور لارې کې بم په یوې کراچۍ کې ځای په ځای شوی وو.

همداشان په فاضل بیګ کې هم بم په لویه لاره کې ځای په ځای شوی چې د چاودنو نه مخکې کشف او شنډ کړی شول.

په خبر خبر پاڼه کې راغلي‌ دي چې  د هیواد دښمنانانو غوښتل د بمونو سره یو ځل بیا زمونږ بې ګناه هیوادوال په قتل ورسوي چې له نیکه مرغه خپل هدف ته د رسیدو نه مخکې مخنیوی وشو.



اړوند خبرونه