په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۸۹۶۹ ته لوړه شوه.

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتې د کرونا ویروس مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1429972
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۸۹۶۹ ته لوړه شوه.

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي  دي‌ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ۹۱۵ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي‌ چې پدې ډول د مثبتو پيښو شمیره ۱۸۰۵۴ ته لوړه شوه.

د ویلو ده چې په افغانستان کې دا لومړی ځل دی چې په ۲۴ ساعتونو کې  پدې کچه  د کرونا ویروس مثبتې پیښې ثبتیږي.

د نوموړي‌ هیواد د عامې روغتیا وزارت ویلي دي‌ چې  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۶۳ شکمنو کسانو ته  د کرونا ویروس ټسټ کړی دی چې په ۹۱۵ تنو کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی.

همداشان په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی .

د ویلو ده چې تر تولو ډیرې مثبتې پيښې په کابل کې ثبت شوي‌ دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په  کابل کې ۴۲۳، هرات کې۲۰۱، بلخ کې ۱۱۶، کندوز کې ۱۱۶، په کونړ کې ۲۳، په فراه کې ۲۱، په سرپل کې ۲۱، په کندهار کې ۲۱، په هلمند کې ۲۰، په سمنګان کې ۱۵، په پکتیا کې ۱۱، په ننګرهار کې ۷، په وردک کې ۴ او په لغمان کې ۳ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت نوي چارسمبالي او نوماند وزیر نن په رسمي‌ توګه خپله دنده پیل کړه.

هغه د معرفي‌ په مراسمو کې وویل چې د هیواد په روغتیايي سیستم کې جدي‌ ستونزې شتون لري‌ چې د حل په خاطر به يي کار وکړي. همداشان هغه د کرونا ویروس پر خلاف د دیرې قوي‌ مبارزې او د روغتیايي ظرفیتونو د لوړولو ژمنه وکړه.



اړوند خبرونه