په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۸ زرو نه واوښته

په افغانستان کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی

1429292
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۸ زرو نه واوښته

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۸۰۵۴ ته لوړه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي  دي‌ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ۷۸۷ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي‌ چې پدې ډول د مثبتو پيښو شمیره ۱۸۰۵۴ ته لوړه شوه.

همداشان په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶۳ تنه ناروغان ښه شوي‌ دي.

د ویلو ده چې تر تولو ډیرې مثبتې پيښې په کابل کې ثبت شوي‌ دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په  کابل کې ۳۲۳، هرات کې۱۱۰، کندهار کې ۶۵، بلخ کې ۳۴، پکتیا کې ۳۶، ننګرهار کې ۵۴، بادغیس کې ۴۸، تخار کې۸، لوګر کې۱، نیمروز کې ۱۸، پکتیکا کې ۳۲، خوست کې ۴۰، او کونړ کې ۱۵ پېښې ثبت شوې دي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت نوي چارسمبالي او نوماند وزیر نن په رسمي‌ توګه خپله دنده پیل کړه.

هغه د معرفي‌ په مراسمو کې وویل چې د هیواد په روغتیايي سیستم کې جدي‌ ستونزې شتون لري‌ چې د حل په خاطر به يي کار وکړي. همداشان هغه د کرونا ویروس پر خلاف د دیرې قوي‌ مبارزې او د روغتیايي ظرفیتونو د لوړولو ژمنه وکړه.



اړوند خبرونه