په کابل کې ځانمرګی برید شوی
په کابل کې په مشهور جومات ځانمرګی برید شوی
1428241
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د وزیر محمد اکبر خان په مشهور جامع جومات ځانمرګی برید شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نن سې شنبه د غبرګولي ۱۳ مه نیټه د ماښام د ۷ بجو او ۲۵ دقیقو په شاوخوا کې د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات په اودس ځای کې ځانمرګی برید شوی.
کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ځانمرګی برید کوونکي د جومات په اودس ځای کې ځان چولی دی چې له امله يي ۳ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.