په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو او ځاني‌ تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان شوه.

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۸۰ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1426560
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو او ځاني‌ تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان شوه.

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو د چارو معین وحید مجروح وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ۶۸۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

هغه وویل چې تر ټولو ډیرې پيښې په پلازمینه کابل کې ثبت شوي‌ دي. په کابل کې ۳۷۱ ، په هرات کې ۱۱۱، په بلخ کې ۷۵، په تخار کې ۲۲، په ننګرهار کې ۲۱، په سمنګان ولایت کې ۲۱، په لغمان کې ۱۸، په بغلان کې ۱۱، په لوګر کې ۷، په کونړ کې ۶، بامیان او میدان وردګو په  ولایتونو کې دوه دوه او په  دایکندي‌ کې یوه پيښه ثبت شوې ده.

هغه ویلي دي چې پدې موده کې ۸ تنو ناروغان د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی  او ۲۵ تنه ناروغان ښه شوي‌ دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۵۷ او د روغو شوو ناروغانو شمیره ۱۳۲۸ تنو ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه