په کندوز کې خونړۍ چاودنه شوې
د کندوز د کهنه فروشۍ په سیمه کې خونړۍ چاودنه شوه
1419863
د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې خونړۍ چاودنه وشوه.
د کندوز سیمه ایزو چارواکیو ویلي دي چې چاودنه نن د غرمې په ساعتونو کې د کهنه فروشۍ په سیمه کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز ولایت د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سې شنبه د غويي ۳۰ مه د غرمې په ساعتونو کې د کهنه فروشۍ په سیمه کې چاودنه رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې دوه تنه مړه او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې د وژل شوو دوو تنو نه یو تن يي پولیس دی.
هغه ویلي دي چې برید د طالبانو لخوا د یو موټر سایکل پر مټ شوی دی چې د قربانیانو لویه برخه يي ملکي وګړي تشکیلوي.
طالبانو ددې برید په اړه تر اوسه څه ندي ویلي.