په پروان کې د برښنا د شرکت پر رئیس او کارکوونکو چاودنه شوې
په پروان کې د برښنا د ریاست د رئیس او کارکوونکو باندې د ویجاړو شوو تنو د رغولو پر مهال چاودنه شوې
1411277
د افغانستان د پروان په ولایت کې د برښنا د شرکت په کارکوونکو چاودنه وشوه.
د پروان ولایت د والي ویاندې وحیده شهکار خبري رسنیو ته وویل چې تیره شپه د پروان ولایت د ګلغنډې په تپه کې د تاجکستان نه د راغلي وارداتي برښنا دوه ستنې په بمونو ولوزول شوې.
د پروان ولایت د برښنا د شرکت کارکوونکي چې کله نن ددې ستنو د رغولو په خاطر سیمې ته لاړل او د ستنو په رغولو يي پیل وکړ پر هغوې چاودنه وشوه.
هغې وویل چې پدې چاودنه کې د پروان ولایت د برښنا شرکت عملیاتي مرستیال ژوند د لاسه ورکړی دی او د برښنا د رئیس په ګډون ۴ ته نور ټپیان شوي دي.