د افغانستان د هلمند په ولایت کې د ملي امنیت په مدیر چاودنه وشوه.
د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې چاودنه شوې
1408029
د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر محمد اسماعیل پر موټر چاودنه وشوه.
ویل کیږي چاودنه په لویه لاره کې د ځای په ځای شوي ماین سره شوې ده.
په چاودنه کې د ناوې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر محمد اسماعیل ژوند د لاسه ورکړی دی او پنځه تنه سرتیري ټپیان شوي دي.