په کابل کې ځانمرګی برید شوی
په کابل کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو په نظام قره ول ځانمرګی برید شوی
1407245
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ځانګړو عملیاتو په قول اردو په نظام قره ول ځانمرګی برید شوی.
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید د کابل په اومه امنیتي حوزه کې د ریشخورو په سیمه کې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو په نظام قره ول شوی دی.
د کابل د ځانګړو عملیاتو قول اردو بیا ویلي دي چې ځانمرګی برید د ددوې د نظام قره ول نه لرې په سیمه کې رامنځته شوی دی چې په نتیجه کې ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې ددې ځانمرګي برید په نتیجه کې ۳ تنه ملکي وګړي مړه او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.