په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۷۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۱۷۰۰ نه واوښته
1405876
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۱۷۰۳ ته لوړه شوه.
دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت وکړه.
د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۲ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي دي چې پدې ډول په ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۵۳۱ تنو ته لوړه شوه.
په افغانستان د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره هم ۵۷ تنو ته لوړه شوې او د روغو شوو کسانو شمیره ۲۰۷ تنو ته رسیدلې ده.