په مزار شریف کې د افغان پولیسو په پوستې خونړی برید شوی دی
د افغانستان په شمال کې په بلخ ولایت کې طالبانو د پولیسو په یوې پوستې د برید سره ۳ تنه پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
1403993
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل خبري رسنیو ته وویل چې طالبانو نن پنجشنبه د سهار په ساعتونو کې د مزار شریف په ښار کې د حیرتان په لویه لاره کې د لویو لارو د کنډک په یوې پوستې چریکي برید کړی چې په نتیجه کې ۳ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.
طالبانو د برید نه وروسته د سیمې نه فرار کړی دی.
ویاند ویلي دي چې دا سیمه په کامله توګه خوندي سیمه ده خو طالبانو تیره شپه د افغانیه ښارګوټي له لارې پدې پوستې برید کړی دی.