په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۷۱۴ ته لوړه شوه.
په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۳ تنو ته لوړه شوه
1397610
دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر وکړه.
هغه وویل چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي دي چې پدې ډول په ویروس د اخته کسانو شمیره ۷۱۴ تنو ته لوړه شوه.
هغه ویلي دي چې د نویو پيښو نه ۱۵ د کندهار په ولایت کې، ۱۸ په کابل، ۶ په بلخ ، ۴ په هرات، ۴ په غزني او ۲ په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي دي.
هغه ویلي دي د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې تر اوسه پورې ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۴۰ تنه تنه تداوي او روغ شوي دي.