په کابل کې دوه غبرګې چاودنې شوي
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دوو غبرګو چاودنو نه خبر ورکړ شوی دی.
1396332
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز نن خبري رسینو ته وویل چې نن یکشنبه د وري ۲۴ مه د سهار په وختي ساعتونو کې په کابل کې دوه جلا جلا چاودنې رامنځته شوې.
هغه وویل چې لومړۍ چاودنه د سهار د ۶ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل د پولیسو د ۱۱ مې حوزې په مربوطاتو کې د نوې څلور لارې د روسانو په حلقوي سړک کې د پولیسو د رینجر د تیریدو پر مهال وشوه.
هغه وویل چې پدې چاودنه کې یو تن ملکي وګړی ټپي شو.
همداشان دویمه چاودنه بیا د لومړۍ چاودنې نه یو ساعت وروسته په همدې سیمه کې د یو بل ماین د موندل کیدو نه وروسته د شنډولو پر مهال رامنځته شوه.
پدې چاودنه کې د کورنیو چارو وزارت انجینیرۍ د ډلې دوه تنه ماینونو شنډونکي ټپیان شوي دي چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
د ویلو ده چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.