د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني یو تن ساتوونکی مړ او بل يي سخت ټپي شو
د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني یو ډیر نږدې ساتوونکی د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.
1391092
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ولسمشر د نږدې ساتوونکو نه قیام الدین مقصودي تیره ورځ د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
دا خبره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن خالي د اپریل ۴ مه نیټه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي دي چې قیام الدین مقصودي تیره شپه په ځايي وخت د شپې په ۸ بجو او شلو دقیقو د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی. همداشان پدې برید کې د ولسمشرۍ ماڼۍ یو تن بل ساتوونکی ټپي شوی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د برید په اړه تحقیقات پیل شوي دي.