د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې  امنیتي ځواکونو د چاویدونکو موادو نه ډک یو موټر ونیو.

په هرات کې د ترهګرو اړوند د چاویدونکو توکو نه بار یو موټر ونیول شو

1387412
د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې  امنیتي ځواکونو د چاویدونکو موادو نه ډک یو موټر ونیو.

 

دا خبره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین کړې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې  د هرات ولایت د خاصې قطعې ځانګړو ځواکونو د غوریان ولسوالۍ د کنګ په کلي‌ کې یو موټر چې  په چاودیدونکو توکو بار وو ونیو.

هغه ویلي‌ دي پدې موټر کې ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاویدونکي‌ توکي‌ نیول شوي‌ دي.

چاویدونکي‌ توکي‌ امونیم نایتریت ډوله دي‌ چې ډیری د سړک غاړې په بمونو کې ترینه کار اخیستل کیږي.

هغه ویلي دي‌ چې ترهګرې ډلې او په ځانګړې توګه طالبانو ددې ډول چاودیدونکو موادو نه زمونږ د بې ګناه هیوادوالو د وژلو په خاطر د سړک غاړې د بمونو په جوړولو او چاودنو کې کار اخلي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې ددې موادو د کشفولو سره په هرات ولایت کې د لسګونو خونړېو بریونو او چاودنو نه مخنیوی وشو.



اړوند خبرونه