په کابل ښار کې د عمومي ګرځبند طرحه تصویب شوه
په افغانستان کې حکومت د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي د تدابیرو په برخه کې په کابل ښار کې د عمومي ګرځبند طرحه تصویب کړه.
په افغانستان کې حکومت د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي د تدابیرو په برخه کې په کابل ښار کې د عمومي ګرځبند طرحه تصویب کړه.
دا خبره د افغانستان د ولسمشر سلاکار او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د کمیټې رئیس وحید عمر وکړه.
وحید عمر د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې کابینې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د تدابیرو په چوکاټ کې په کابل ښار کې د عمومي قرنطین طرحه تصویب کړه.
هغه وویل چې اړوند ارګانونه به د ګرځبند د مودې او څرنګتیا په اړه هیوادوالو ته لازم معلومات ورکړي.
د کابل د ولایت والي محمد یعقوب حیدري خبري رسنیو ته وویل چې په کابل کې به سبا د خالي د ورځې نه په اعتبار سره د ۲۱ ورځو لپاره عمومي قرنطین پيل شي. هغه د خلکو نه غوښتنه وکړه چې پدې موده کې د حکومت سره مرسته وکړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.
هغه وویل چې پدې ۲۱ ورځو کې به ټول ښاري ټرانسپورت په ټپه ودرول شي ، ټولې مغازې پرته د لومړنیو اړتیاوو مغازو نه تړل کیږي.
هغه وویل چې پدې موده کې به په ښار او ټول ولایت کې ټول دولتي ادارې پرته د روغتیا وزارت، ښاروالۍ او امنیتي ارګانونو نه نور ټولې رخصت کړی شي او وتړل شي.
د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال مسعود اندرابي وویل چې ټولو بسونو ته به چې ۴ تنو نه زیات مساپر پکې سپاره وي کابل ښار ته د راننوتو اجازه ونکړل شي.