د افغانستان په پلازمینه کابل کې د خونړۍ پيښې مخنیوی وشو.
په کابل کې په مساپر وړونکي موټر کې ځای په ځای شوی ماین شنډ کړی شو
1378987
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کابل پولیسو نن په یو مساپر وړونکي موټر کې د ځای په ځای شوي ماین د کشف او شنډولو سره د سترې خونړي پيښې مخنیوی وکړ.
هغه ویلي دي چې پولیسو د کابل د دولسمې ناحیې په مربوطاتو کې د ارزان قیمت د نوي پل په سیمه کې په یو مساپر وړونکي موټر کې ځای په ځای شوی مقناطیسي ماین کشف او شنډ کړ.
هغه ددې عمل پړه د هیواد پر دښمنانو اچولې ده . هغه ویلي دي چې د هیواد او ملت دښمنان د داسې ورانکارانه بریدونو سره غواړي د امنیتي وضعیت خراب او ملکي وګړي د غم په ټغر کینوي.