د افغانستان لپاره نن یوه تاریخي ورځ ده.
د امریکا او طالبانو ترمنځه د سولې تړون لاسلیک شو
نن په افغانستان کې د طالبانو او امریکا ترمنځه د نږدې شل کلنې جګړې نه وروسته د سولې تړون لاسلیک شو.
د ویلو ده چې د امریکا او طالبانو سره د سولې مذاکرات چې د اوږدې مودې راهیسې په قطر کې دوام درلود بالاخره نتیجه ورکړه او دواړه خواوې په تفاهم ورسیدې.
د امریکا او طالبانو ترمنځه د سولې تړون د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو د لوړپوړو چارواکیو او استازو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.
پدې مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سربیره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزیر او د یو زیات نړۍوالو سازمانونو او ټولنې استازو هم ګډون کړی وو.
د ویلو ده چې مراسمو ته لومړی د قطر بهرنیو چارو وزیر وینا وکړه او وروسته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وینا وکړه.
وروسته د طالبانو د قطر د دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر وینا وکړه .
د ویناګانو نه وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځه د سولې تړون د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازي ملا عبدالغني برادر ترمنځه لاسلیک شوه.
ګمان کیده چې تړون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لاسلیک کړي خو وروسته د ځینو اختلافاتو نه خبر ورکړ شو.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې تړون به پمپیو لاسلیک کړي خو دا چې ولې خلیلزاد لاسلیک کړ پدې اړه څه ندي ویل شوي.