په افغانستان کې د کرونا ویروس د ۷ شکمنو پيښو د ثبتیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د کرونا ویروس د ایران نه افغانستان ته تیر شو
1365809
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په هرات ولایت کې ۷ تنه د کرونا ویروس په شک قرنطین شوي دي. د نوموړو کسانو معاینات کابل ته استول شوي دي او د راتلوونکو ۱۲ ساعتونو پورې به يي نتیجه معلومه شي.
د ویلو ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز پرون دوشنبه په هیواد کې د کرونا د ویروس د لومړنۍ مثبتې واقعې د ثبتیدو نه خبر ورکړ.
همداشان د عامې روغتیا وزیر نن یو ځل بیا خبري رسنیو ته د ۷ مشکوکو پیښو نه خبر ورکړ. هغه ویلي دي چې د نوموړو ۷ کسانو نه ۲ تنه ښځې دي.
وزیر وویل چې هغه کس چې ویروس پکې تثبیت شوی دی پدې نږدې کې د ایران د قم ښار نه راستون شوی دی. ۳۵ کلن ځوان دی او روغتیايي حالت يي ښه دی.
د ویلو ده چې په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره هم مخ په لوړیدو ده. پدې هیواد کې ګن شمیر کسان پدې ویروس اخته شوي دي.