د پاکستاني طالبانو د حکیم الله محسود د ډلې مشر شهریار محسود په افغانستان کې ووژل شو.
په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د یو بل مهم مشر د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې شهریار مسید د افغانستان په ختیځ کې په کونړ ولایت کې په چاودنه کې وژل شوی دی.
پاکستاني طالبانو د حکیم الله مسید ډلې د شهریار محسود د وژل کیدو پخلی کړی دی.
یادې شوې ډلې ویلي دي چې شهریار محسود د افغانستان په کونړ ولایت کې د هغه پر موټر د ترسره شوې چاودنې له امله ژوند لاسه ورکړی دی. یادې شوې ډلې ویلي دي چې د شهریار محسود پر موټر چاودنه د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه شوې ده .
د افغانستان مقاماتو تر اوسه پورې د شهریار محسود د وژل کیدو په اړه څه ندي ویلي.
همداشان د شهریار محسود د وژل کیدو نه وروسته د هغه د مرستیالانو نه مولانا ولي محمد د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی دی.
د ویلو ده چې د یادې شوې ډلې بل مشر سیف الله محسود هم د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میشت کې د حقاني شبکې لخوا په ترسره شوي برید کې وژل شوی وو.
مسید په یو غږیز پیغام کې په پاکستان کې د ۷۵ بریدونو د ترسره کولو مسئولیت په غاړه اخیستی وو.
د ویلو ده چې تحریک طالبان پاکستان ډله په ۲۰۰۷ میلادي کال د سویلي وزیرستان د مهمو قومونو نه د مسید د قوم د پيژندل شوي غړي بیت الله محسود لخوا جوړه شوه.
بیت الله محسود په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا متحده ایالتونو د بې پیلوته الوتکې په برید کې ووژل شو . د بیت الله محسود د وژل کیدو نه وروسته مولانا فضل الله چې د محسود قوم سره يي کوم تړاو نه درلود د تحریک طالبان پاکستان د مشر په توګه وټاکل شو چې دې مسئلې په نوموړې ډله کې جدي ستونزې او درزونه پيدا کړل.
مولانا فضل الله هم په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کې ووژل شو.