د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځه نښته شوې.
افغان سرتیري پر امریکايي سرتیرو خونړی برید کړی
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې تیر ماښام د یاد ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې د افغان کوماندو ځواکونو او امریکايي ځواکونو ترمنځه د لفظي شخړې نه وروسته وسله واله نښته وشوه.
په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو ویاند ویلي دي چې د ننګرهار ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې تیر ماښام د امریکايي او افغان ځواکونو ترمنځه د طالبانو پر خلاف د روانو عملیاتو په لړ کۍ خپلمنځنۍ نښته وشوه چې په نتیجه کې دوه تنه امریکايي سرتیري وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د پيښې پخلی کړی دی او پدې نښته کې د دوو تنو افغان سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د بله پلوه د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا مرستیال خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیر ماښام د افغان کومانډو او امریکايي ځواکونو ترمنځه په نښته کې ۷ تنه امریکايي سرتیري وژل شوي دي.
هغه ویلي دي چې یو تن افغان کومانډو سرتیري پر امریکايي سرتیرو برید کړی او ۷ تنه یي وژلي.
همداشان پدې نښته کې یو تن افغان سرتیری او یو تن پولیس هم وژل شوي دي.