په خوست کې د پاکستاني طالبانو یو مهم مشر ووژل شو
په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان او پخوانی ویاند قاري سیف الله محسود د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې قاري سیف الله محسود د افغانستان د خوست په ولایت کې د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
د بله پلوه پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان د خپل دې قومندان قاري سیف الله د وژل کیدو پخلی کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د قاري سیف محسود د وژلو پړه د حقاني پر شبکې اچولې ده.
د پاکستان ایکسپرس نیوز ویلي دي چې تحریک طالبان پاکستان ادعا کړې ده چې د حقاني شبکې جنګیالیو تیره ورځ په خوست کې ددوې ۳ تنه نور جنګیالي هم وژلي دي.
د ویلو ده چې قاري سیف الله د تحریک طالبان پاکستان یو مشهور قومندان وو چې د حکیم الله محسود د ډلې ویاندې هم کوله.
هغه په لسګونو ځانمرګیو بریدونو په ترسره کولو تورن وو. هغه په ۲۰۱۹ کال کې په یو غږیز پيغام کې د ۷۵ ځانمرګیو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی وو.
د بله پلوه د خوست ځايي مقامات بیا دا ادعا په کلکه توګه ردوي او ویلي دي چې د وزیرستاني کډوالو یو مشر د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.