د افغانستان په شمال کې د جوزجان په ولایت کې پر افغان ځواکونو خونړی برید شوی دی.
په جوزجان ولایت کې پر افغان ځواکونو خونړی برید شوی
د جوزجان ولایت د والي ویاند عبدالمعروف آذر خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو نن د سهار د ۳ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د شپې د تورتم نه په ګټې پورته کولو سره د اقچې ولسوالۍ د حیدرآباد په کلي کې د امنیتي ځواکونو په هډې ډله اییز برید کړی دی.
هغه ویلي دي چې ددې برید په نتیجه کې ۱۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه زیاته کړې ده چې پدې برید کې ۲ تنه امنیتي سرتیري لا درکه شوي دي چې برخلیک يي ناڅرګنده دی.
د هغه په وینا پدې برید او نښته کې ۷ تنه طالب اورپکي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
د ویلو ده چې طالبانو پرون شپه په تخار ولایت کې د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې د اربکیانو په قرارګاه ډله اییز برید کړی وو چې په نتیجه کې ۱۷ تنه اربکیان په قتل رسولي وو.