ډونلډ ټرمپ  د ناڅاپي سفر په ترڅ کې  په افغانستان  کې  د  امریکايي ځواکونو  نه لیدنه وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د ناڅاپي سفر په ترڅ کې  په افغانستان  کې  د  امریکايي ځواکونو  نه لیدنه وکړه.

1314556
ډونلډ ټرمپ  د ناڅاپي سفر په ترڅ کې  په افغانستان  کې  د  امریکايي ځواکونو  نه لیدنه وکړه.

 

ټرمپ  په  افغانستان کې د امریکايی ځواکونو  تر ټولو  د سترې پوځي د بګرام هډې نه لیدنه وکړه.

ټرمپ  د شکر  د ورځې  د لمانځونو په چوکاټ کې  په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو نه لیدنه وکړه.

ټرمپ  افغانستان ته د خپل سفر په چوکاټ کې  د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سره هم  لیدنه وکړه.

ټرمپ  او غني  دواړو په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته وینا وکړه.

ټرمپ  دلته  امریکايي ځواکونو ته په وینا کې وویل چې " د کړو ژمنو له مخې مې  د امریکا   د پوځ  د له سره جوړولو  په خاطر  مې په تریلیونونو ډالره مصرف کړل."

ټرمپ  په خپله وینا کې  د طالبانو سره  د سولې مذاکراتو نه یادونه وکړه او  وویل " غواړو چې د طالبانو سره  په توافق ورسیږو. خو دا چې هغوې  به دې کار ته حاضر شي او که نه دا به وخت وښايي. که چیرې  سولې وکړي او که يي ونکړي  زمونږ لپاره  مهمه  خبره نده  او ستونزه نده.

ټرمپ وویل چې  په افغانستان کې  د یو تن امریکايي سرتیري د وژل کیدو په خاطر  د طالبانو سره د سولې مذاکرات وځنډول. په افغانستان کې د طالبانو سره  په توافق د رسیدو  او یا هم  د غوڅ  بري  د ترلاسه کولو پورې به  په افغانستان کې خپل موجودیت ته دوام  ورکړو. طالبانو هم غواړي چې زمونږ سره  په توافق ورسیږي  . په تیرو ۶ میاشتو کې مو پدې لاره کې ډير زیات پرمختګ کړی دی  او ددې سره سم مو خپل ځینې سرتیري هم  کور ته ستانه کړي دي. تمه کوو  چې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره  ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته  راټیټه کړو. "

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم  امریکايي ځواکونو ته خپله وینا  د ولسمشر ټرمپ نه په مننې سره  پیل کړه.

د امریکا  ولسمشر وروسته  د امریکايي ځواکونو سره  عسکونه واخیستل. ټرمپ  په افغانستان کې د دوه نیم ساعته پاتې کیدو نه وروسته  د افغانستان نه جلا شو .   



اړوند خبرونه