په کابل کې د ملګروملتونو په کارکوونکو د برید په اړه غبرګونونه دوام لري
د افغانستان ولسمشر تیره شپه په کابل کې د ملګروملتونو په کارکوونکو برید وغنده
تیره شپه په کابل کې د ملګروملتونو د کارکوونکو پر موټر د برید په اړه غبرګونونه دوام لري.
په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر یوناما ددوي د کارکوونکو پر موټر برید په کلکو ټکو غندلی دی او هر څه ژر ددې برید د عاملینو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارولو غوښتنه کړې ده.
د بله پلوه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.
ارګ ماڼۍ پدې اړه په خپرې کړې مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي دي چې " متاسفانه د افغانستان دښمنانو پرون ماښام د کابل ښار د نهمې ناحیې سیمه کې د تروریستي برید په پایله کې د ملګرو ملتونو یو بهرنی کارکوونکی وژلی او یو شمېر هیوادوال یې ټپیان کړي دي.
جمهوررئیس دغه برید په سختو ټکو وغانده او اړوندو ارګانونو ته یې ددغه برید دعاملینو د تشخیص اومجازات ترڅنګ امنیتي ارګانونوته د امنیت دلا ښه تامین او په ځانګړي ډول د بین المللي بنسټونو دهغو کارکوونکو دخوندیتوب په موخه چې په افغانستان کې بشري مرستې اوخدمات برابروي، لارښوونه وکړه.
جمهوررئیس غني د ملګرو ملتونو د وژل شوي بهرني کارکوونکي کورنۍ او همکارانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتبو د وړاندې کولو ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغه تروریستي برید ټپیانو ته د رسېدنې لپاره خپلې هیڅ ډول هڅې دریغ نه کړي.
د ویلو ده چې تیره شپه د کابل د نهمې امنیتي حوزې په سیمه کې د ملګروملتونو د کارکوونکو پر موټر د لاسي بم برید وشو چې په پایله کې د ملګروملتونو یو تن بهرنی کارکوونکی مړ او د دوو تنو ځايي کارکوونکو په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شول.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.