په بلخ کې د طالبانو په برید کې ګن شمیر پولیسو ژوند دلاسه ورکړی
د افغانستان په شمال کې په بلخ ولایت کې د طالبانو په برید کې ۱۱ تنو پولیسو ژوند دلاسه ورکړی دی.
1279261
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د شورټپې پر ولسوالۍ د څلورو خواوو نه بریدونه کړي دي.
پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه پولیسو ژوند د لاسه ورکړی . همداشان یادې شوې ولسوالۍ ته تازه دمي امنیتي ځواکونه استول شوي دي.
د بله پلوه عیني شاهدانو بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو په شورتپې ولسوالۍ د برید نه وروسته ولسوالۍ ته ننوتي او لږ تر لږه ۳۰ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
خو د بلخ والي بیا د ولسوالۍ د سقوط ادعا رد کړې او په برید کې د وژل شوو پولیسو شمیره ۱۱ تنه ښودلې ده.