زابل کې چاودنې ۷۲ ملکي کسانو ته مرګژوبله اړولي ده.
په زابل کې د موټر بم بريد له امله ۱۲ ملکي کسان وژل شوي او ۶۰ کسان نور ټپیان شوي دي.
د زابل ولايتي چارواکي وايي نن سهار شاخوا ۶بجې د زابل په مرکز قلات ښار کې پر يوه ملکي روغتون د موټر بم بريد پرمهال ۱۵ ملکي کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
ددغه ولايت د والي وياند ګل اسلم سيال وويل چې موټربم بريد پر ملکي روغتون ترسره شوی دی.
ګل اسليم سيال وايي د پيښي قربانيان ټول ملکي وګړي دي او هيڅ نظامي کس پکښې موجود نه دي.
د سيال په وينا چې يو شمير ټپیانو روغتيايي وضيعت د انديښنې وړ دی چې د ښه درملنې په موخه کاونډي ولايت کندهار ته انتقال شوي دي.
د والي وياند زياته وي دا برید د مازدا ډوله موټر پر مټ شوی دی چې په نتیجه کې د روغتون ودانۍ په کامله توګه له منځه وړې ده.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. طالبانو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې برید يې د زابل ولایت د استخباراتو په ادارې برید کړی دی. طالبانو پدې برید کې په لسګونو تنو امنیتي منسوبینو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده خو د زابل مقاماتو دا ادعا رد کړې ده .
هغوې ویلي دي چې پدې برید کې یواځې دوه تنه پولیس وژل شوي او نور قربانیان ټول ملکي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شتون لري.