په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ډیر ستر ګوزار ورکړ شو.
افغان امنیتي ځواکونو د داعش ترهګرې ډلې یو ډیر مهم مشر ونیو
1271926
د افغانستان د هرات ولایت امنیتی ځواکونو د ملي استخباراتو په مرسته د داعش ترهګرې ډلې عمومي مرستیال نیولی دی.
د هرات ولایت د والي ویاند جیلافي فرهاد خبري رسنیو ته ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د ملي امنیت د ځواکونو په مرسته د یاد شوي ولایت د سیاوشان ولسوالۍ د ګذره په سیمه کې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان د څانګې عمومي مرستیال نیولی دی.
ویاند ویلي دي چې نوموړی د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.داسې ګمان کیږي چې نوموړی د ننګرهار ولایت ته هرات ولایت ته سفر کړی وو.