د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.
په کابل کې چادونه شوې
1265756
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د سلیم کاروان د ښار ګوټي په سیمه کې شوې ده .
د کابل پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د سړک په غاړه د ځای په ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده .
د کابل پولیسو ویلي دي چې دا چاودنه د شهید د اونۍ په پیل او د محرم د لسمې د ویرجنو د کاروان د تیریدو پر مهال شوې ده.
په چاودنه کې د درې تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. د ټپیانو روغتیايي حالت هم په کامله توګه ښه دی.