د فراه ولایت د انار درې د ولسوالۍ د امنیې قومندان په کورنۍ چاودنه وشوه
طالبانو د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د امنیې قومندان ښځه او ماشومان ووژل
1261842
د افغانستان د فراه ولایت کې د انار درې ولسوالۍ د امنیې قومندان پر موټر چاودنه وشوه.
د فراه ولایت د پولیسو ویاند محب الله محب خبري رسنیو ته ویلي دي چې د انار درې ولسوالۍ د امنیې قومندان د کور په مخکې چاودنه وشوه.
هغه وویل چې چاودنه د انار درې ولسوالۍ د امنیې قومندان پر موټر چې کورنۍ پکې شتون درلود شوې ده .
هغه ویلي دي چې ماین د هغه د کور په مخکې ځای په ځای شوی وو چې د هغه پر موټر وچاودید.
پدې چاودنه کې د امنیې قومندان ، اولادونو ، ښځې او دوه تنه ساتوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی.