په ترکیه کې د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه ولمانځل شوه
د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه د افغانستان سربیره په ترکیه کې هم د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه د افغانستان سربیره په ترکیه کې هم د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په ترکیه کې د افغانستان سفارت د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه د کوربه هیواد د جګپوړو مقاماتو او په ترکیه کې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او ډیپلوماټانو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
پدې مراسمو کې چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مرستیال فواد اوکتای، د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، ستر درستیزوال یاشار ګولر او یو زیات شمیر نورو چارواکیو ګډون کړی وو.
مراسم د افغانستان او ترکیې د ملي سرود په غږولو سره پیل شول.
وروسته په انقره کې د افغانستان لوی سفیر عبدالرحیم سید جان میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو سربیره پرانیست وینا وکړه.
سفیر خپله وینا د تیرې خالي په ورځ په کابل کې د واده په مراسمو کې د ترسره شوي ځانمرګي برید د غندولو او ددې ضد انساني او ضد بشري او ظالمانه برید قربانیانو ته دعاء وکړه.
هغه وویل چې افغانستان په نن ورځ د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست په ۱۹ مه نيټه د بریتانیې د امپراتورۍ نه د خپلواکۍ په ترلاسه کولو سره خپله په کامله توګه خپلواکۍ اعلان کړه .
هغه د افغانستان او ترکیې اړیکو ته په اشارې سره وویل سره ددې چې زمونږ رسمي اړیکې د شلمې پیړۍ پيل راهیسې پیل شوي دي خو په اصل کې زمونږ ترمنځه کولتوري، فرهنګي، ژبنیزې او دیني اړیکې څو پیړۍ څو پیړۍ قدامت لري.
هغه په افغانستان کې د تل پاتې سولې په برخه کې د ترکیې هلې ځلې اړینې وبللې او وویل چې ترکیې د افغانستان سره په هره برخه کې مرسته کړې او نن ورځ هم مرستو ته دوام ورکوي.
هغه وویل چې ترکیه د ناټو سازمان د یو قوي غړي په توګه نن ورځ د افغانستان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د ډیر مهم ځای نه برښمند دی.
ترکیې د روغتیا نه نیولې تر تعلیم او تربیې، د کادرونو د روزنې نه نیولې تر بیا رغونې په هره برخه کې د افغانستان ته مرستې کړي دي.
همداشان د ترکیې ولسمشر مرستیال فواد اوکتای هم په مراسمو کې ګډونوالو ته وینا وکړه.
هغه خپله وینا د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې له امله د افغانستان دولت او ملت ته د مبارکۍ په ویلو سره پیل کړه. هغه وویل لکه څرنګه چې د افغانستان او ترکیې بیرغونه تر ننه پورې د یو بل ترڅنګ رپیدلي دي ددېنه وروسته به هم په همدې شان رپاندې وي.
هغه د ترکیې د خپلواکۍ او استقلال په جګړه کې د افغانانو او په ځانګړې توګه د افغانستان او د خپلواکۍ د ترلاسه کوونکي شاه امان الله د مرستو او همکارۍ نه قدرداني وکړه او وویل چې ترکیه به هیڅوخت دا خبره هیره نکړي.
هغه وویل چې افغانستان د لومړنیو هیوادونو نه وو چې د ترکیې ملي مجلس يي په رسمیت وپیژنده. ترکیه يي د یو خپلواکه هیواد په توګه په رسمیت وپیژنده.
هغه زیاته کړه چې نن ورځ په افغانستان کې د ترکي ځواکونو شتون ددې ښکارندويي کوي چې افغانستان زمونږ لپاره یو ځانګړی ځای لري.
هغه هم د تیرې خالي په ورځ په کابل کې د واده په مراسمو ترسره شوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده او ددې پیښې د قربانیانو لپاره يي د الله د دربارڅخه د رحمت او مغفرت غوښتنه وکړه.
د ویلو ده پرون د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له امله په ترکیه کې تر ټولو مشهور پلونه او پلازمینې انقرې سمبول اتا کوله څلې د افغانستان د بیرغ په درې رنګونو پوښل شوي وو.