نن د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې سره سمون خوري

نن  د اګست  ۱۹ مه  د زمري  ۲۸ مه نیټه چې  د افغانستان د خپلواکۍ  د سلمې کلیزې سره  سمون خوري.

1254836
نن د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې سره سمون خوري
اشرف غني
اشرف غنی

 

د ویلو ده چې  د افغانستان  پاچا شاه امان الله خان  د ۱۹۱۹ میلادي کال  د زمري په ۲۸ مه نيټه د افغان انګلیس د دریمې جګړې په ګټلو سره  د انګلستان نه  خپلواکي ترلاسه کړه.

نن په ټول افغانستان او د افغانستان نه بهر  ددې هیواد په ډیری  سیاسي نماینده ګیو کې  د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې نه د شانداره مراسمو په ترڅ کې لمانځنه وشوه.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې بیا  ددې ورځې نه  په رسمي توګه لمانځنه وشوه خو جشن  وځنډول شو.

د ویلو ده چې  د تیرې خالي ورځې د شپې د لسو بجو او ۴۰ دقیقو پر مهال  په کابل کې  د دارالامان  ماڼۍ  په څو سوه مترۍ کې  په یو واده کې  ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې  نږدې ۲۵۰ تنو ته  مرګ ژوبله واوښته.

دې ماتم  او غمیزې  په کابل کې  د خپلواکۍ د سلمې کلیزې  د لمانځو په ترڅ کې  جشن  وځنډو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  نن  په پلازمینه کابل کې  د دارالامان په ماڼۍ کې  په د هیواد د خپلواکۍ  د سلمې کلیزې په رسمي مراسمو کې ګډون  وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني  دلته په خپله وینا کې وویل چې د خپلواکۍ  د سلمې کلیزې په مناسبت  جشن يی  په واده کې  د رامنځته شوي  زره بوږنوونکې  پيښې له امله  وځنډو.

هغه دلته په خپله وینا کې داسې وویل :

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان عظیم ولسه!

نن د افغانستان د ویاړلي استقلال د بېرته ترلاسه کولوسلمه کالیزه ده، دا له افتخاره ډکه ورځ دې ټول افغان ولس او ټولو مشرانو ته چې دلته تشریف لري، مبارک وي.

هغه وویل له بده مرغه چې  د هیواد د خپلواکۍ دا سلمه کلیزه  د یوې ډیرې خونړۍ فاجعې تر سیورې لاندې  رامنځته شوه. زه نن دلته  د هیواد د استقلال او غازي امان الله په میړانیتا او شجاعت  خبرې نه کوم ځکه چې  د ملي راډیو تلویزیون سره  مې پدې اړه هړ اړخیزه مرکه درلوده او په هغه اکتفا کوم..

د شانداره نمانځلو څخه هدف دا وو چې ملت او ځوان نسل ته د هیواد پخوانی عظمت تداعي شي او په خپله خاوره او تاریخ افتخار وکړي او د استقلال قدر وکړي، د وطن پرستۍ احساس یې لا پياوړی شي

خو زموږ د آزادۍ او خپلواکۍ دښمن، زموږ د خلکو دښمن او د دې خاورې دښمن دا جشن او دا خوشالي نشوای لیدلای، دا دښمن زموږ د زړورو وسله والو ځواکونو سره مقابله نشي کولای، دوی زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له برکته په هیڅ ډول زموږ د دغې خوشالۍ مخه نشي نیولای.

خو، له بده مرغه زموږ د وطن دښمن دومره نامرده، دومره بې غیرته او دومره ذلیل او پرېوتی دی چې د واده په مراسمو یې تروریستي برید وکړ. یو کاملا ملکي ځای یې په نښه کړ، ماشومان او ښځې یې په نښه کړې او په ډېر وحشیانه ډول یې زموږ ښاریان په وینو ولمبول.

طالبان  ددې پیښې نه په انکار سره ملامتۍ نه ځان خلاصولی نشي ځکه چې  دوې ددې ډول  عام وژنو او بې رحمه قتلونو بڼسټ ایښودونکي دي. طالبانو په کراتو زمونږ په جوماتونو، ښوونځو او عامه مکانونو کې  دا ډول وحشیانه او ظالمانه بریدونه ترسره کړي دي او د هغه مسئولیت يي هم  په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو او نورو تروریستانو وحشتونه د ټول ولس په حافظه کې ثبت دي، د بې دفاع وګړو د تلفاتو اصلي مسوولین طالبان دي او نورو تروریستي ډلو ته هم طالبانو د فعالیت بستر او زمینه برابره کړې ده.

درنو خویندو او ورونو!

مونږ  د وروستۍ ترهګرې  پیښې قربانیانو ته د درناوۍ  په پار د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې  په شانداره توګه لمانځل  وځنډول . د هیواد دښمنانو ددې ډول  وحشت او وینې تویونې سره  زمونږ جشن  وځنډو. خو مونږ به  ددې ډول  پيښو غچ خامخا اخلو.

مونږ به د خپلو هیوادوالو د څاڅکې وینې  غچ واخلو.

 موږ به دا غچ په دوه ډوله اخلو.

اول، موږ به خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه نمانځو او نن دا ټول دحربي اکاډمۍ محصلین چې دلته ولاړ دي د افغانستان د ساتونکو په حیث باندې ورته احترام کوو او مننه ورنه کوو. د هغوی قدرداني به کوو، چې د خپلو وینو په بدل کې زموږ له استقلال او ملي بیرغ څخه دفاع کوي.

له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ زما په شمول د هر افغان ملي فریضه ده.

د افغانستان دښمنانو او تروریستانو ته به زموږ د ولس تر ټولو مناسب ځواب او غچ دا وي چې، د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو قدر وکړو.

موږ  به خپل ملي امنیتي ځواکونه چې د وحشي تروریستانو په ضد مبارزه کوي او زموږ ویاړلی بیرغ یې رپانده ساتلی دی، په سرلوړۍ سره نمانځو.

دویمه ژمنه زمونږ داده چې  د ترهګرو  ځالې به که د هیواد په ختيځ کې وي، شمال کې وي او که په مرکز کې خامخا به يي له منځه وړو.

لکه څرنګه چې مونږ  مخکې په ننګرهار کې ولایت کې ښودلې وه مونږ به هم په ترهګرو هیڅډول  ترحم  ونکړو  او په هر قیمت چې کیږي له منځه به یي یوسو ..

غچ به خامخا اخلو، او د دوی رېښې به باسو.

تاسې ولیدل چې عام ولس طالبانو ته په رسنیو کې پېغور ورکاوه، زه هم عامو افغانانو سره ځان شریک بولم او طالبانو ته وایم که د بهرنیو عسکرو د وتلو په هکله ستاسو ادعا رېښتیا وي، نو بیا ولي د استقلال ورځ ردوئ؟ کوم افغان د افغانستان استقلال ردوي؟ کوم افغان د افغانستان په استقلال باندې ویاړ نه کوي؟

طالبه! که افغان یې د افغان په وینه ودرېږه، کنه موږ سره په دې خاوره کې شریک نه یې. موږ منلی یې چې باید سیاسي لارې د حل ته ورسېږو او سولې ته ورسېږو. اما ته انتخاب وکړه چې افغان یې یا د پردي د لاس وسیله.

د غچ اخیستو له ارادې سره په ولس کې خوځښت او حرکت راځي، موږ ټول په قوت سره کار کوو، موږ ټول بشپړ تعهد لرو او اراده لرو او تصمیم نیسو چې د ولسواکۍ دغه حرکت به د تروریزم په ضد، په یو ملي خوځښت بدلېږي.

له ټول ولس څخه غواړم که ستاسو په کور، کلي، ناحیه، ګذر د کار په محیط او اداره کې د داعشي افکارو عناصر موجود وي، نو افشا یې کړئ. د افشا کولو یوه ملي پروسه باید پيل شي او په دغه پروسه کې د امنیتي او کشفي ارګانونو تعلل او غفلت د منلو نه دی. د افشاګرۍ هره قضیه باید جدي تعقیب او عاجل اقدام وشي

لکه څرنګه چې غازي امان الله خان  د هیواد د خپلواکۍ د اعلان په ورځ خپله توره  د پوخ نه راوویسته  نن ورځ  ددې ورځ رارسیدلې چې زمونږ ملت خپله توره د پوښ نه راوباسي  او ددې ترهګرو پر خلاف مبارزه وکړي. .

ګورئ!

دښمن غواړي زموږ ملي بیرغ تور کړي، موږ د خپل درې رنګه بیرغ او ملي سمبول د استحکام څخه په پوره قوت دفاع کوو

لکه څرنګه چې نن ورځ  مونږ  د غم په ټغر ناست یو، په ډیر جدیت سره  ژمنه کوم  چې  د ترهګرو ریښې په وچې کړو او هغوې او د هغوې باداران به د غم په ټغیر کینو..

د افغانستان قهرمان ولسه!

تېرو کلونو کې د طالبانو او د مختلفو تروریستي ډلو اکثریت مشران د ډيورنډ کرښې په شرقي او جنوبي څنډو کې وژل شوي دي. دا زموږ ادعا ثابتوي چې د جنګ منشا او ځالې د ډیورنډ کرښې هاغه خواته دي.

زه د ډيورنډ کرښې د هاغه غاړې ولسونه چې ډېر بشرپاله او سوله غوښتونکي انسانان دي، خو په عین زمان کې د جنګ او تروریزم قربانیان او یرغمل دي، په دوی غږ کوم!

په دوی غږ کوم چې، د هر میکانیزم له لارې چې دوی کولای شي په سیمه کې د تاوتریخوالي د تولید مرکزونه، ادرسونه او د روزنې مرکزونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته یې افشا کړي، ترڅو زمونږ له دغې برحقه داعېی ټوله نړۍ خبره شي

نړۍواله ټولنه باید ددې ډول  وحشیانه او ضر بشري اعمالو پر خلاف چپتیا غوره نکړي، هغوې باید ددې ترهګرو د موندولو  او محکومیت په خاطر  زمونږ ترڅنګ ودریږي..

زمونږ جنګ د بشریت د دښمنانو سره جنګ دی، دا باید ټولې نړۍ ته واضح شي چې، افغان ولس یوازې د خپل استقلال څخه دفاع نه کوي، بلکې د ټول بشریت له بقا څخه دفاع کوي.

د نړۍ هیڅ قوت افغان ولس نشي محوه کولی



اړوند خبرونه